د هلمند امنیه قومندانۍ د نوې ودانۍ کارونه پیل شول
د هلمند ولایت امنیه قومندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني ویلي، د دغې قومندانۍ د نوې ودانۍ د جوړولو چارې د ۷۵ میلیونه او ۶۰۰زره افغانیو په لګښت نن ورځ پیل شوې.
ښاغلي حقاني ویلي، دغه ودانۍ په درېیو پوړونو کې د کورنیو چارو وزارت له بودبچې جوړیږي، چې ودانیزې چارې به یې په ۱۵ میاشتو کې بشپړې شي.
نوموړي زیاته کړې، دغه ودانۍ د اداري خونو سربېره، کنفرانسونو تالار، مېلمستون او د اړتیا وړ نور امکانات لري، چې بشپړېدو سره یې د مراجعینو لپاره اسانتیاوې برابرې شي.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت له لوري د یو شمېر نورو ولسوالیو اداري ودانۍ هم جوړې شوې دي.