د امریکا یوه روغتون کې برید؛ یو کس وژل شوی او ۵ نور ټپیان دي

د امریکا یوه روغتون کې برید؛ یو کس وژل شوی او ۵ نور ټپیان دي نړۍ
د امریکا پنسیلوانیا یوه روغتون کې برید

د امریکا پنسیلوانیا ایالت یوه روغتون کې د وسله واله کس له لوري یرغمل نیونې پېښه کې یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.

رویټرز خبر ورکړی، چې دغه پېښه کې یو پولیس وژل شوی او د روغتون پنځه کارکوونکي ټپیان شوي دي.

د رویټرز د خبر له مخې، پېښه کې د روغتون نرسه، معالج ډاکټر او یو ساتونکی په نښه شوي چې ټپیان دي.

بریدګر ۴۹ کلن یوګنس ارکانجل اورتیز نومیږي چې له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د یادونې ده، چې دې وروستیو کې د امریکا په بېلابېلو سیمو کې وسله وال بریدونه زیات شوي، چې په پایله کې یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

تړلي موضوعات