د بندیانو خوشي کولو کې ځنډ د اوربند له تړون ښکاره سرغړونه ده

د بندیانو خوشي کولو کې ځنډ د اوربند له تړون ښکاره سرغړونه ده نړۍ
د بندیانو تبدلې ځنډ ته د حماس غبرګون

د حماس جهادي غورځنګ د نتانیاهو وروستۍ پرېکړې ته په غبرګون چې د فلسطیني بندیانو خوشي کول یې ځنډولي ویلي، دا د اوربند د تړون د ګډوډولو هڅه او ښکاره سرغړونه ده.

الجزیرې ټلویزیون د نتانیاهو د همدې پرېکړې په تړاو د حماس جهادي غورځنګ اعلامیه راخېستې چې پکې راغلي، نېواکګر اسرائیلیان د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو ځنډول د اوربند له شوي تړون څخه تېښته او دا یې قصدي هڅه ده.

د حماس له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، هغه ادعاوې چې ګواکې حماس د بندیانو د تبادلې په وخت اسرائیلو ته سپکاوی کوي ناسمې او له حقیقته لرې دي.

حماس ویلي، چې د دوی دا او دې ورته نورې ناسمې ادعاوې د تړون له ژمنو څخه د تېښتې لپاره کمزورې پلمې دي.

حماس په منځګړو او نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې په اشغالګرو فشار راوړي چې د شوې هوکړې له مخې له ځنډ او خنډ پرته فلسطیني بندیان خوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې غزه کې د شوي اوربند لومړي پړاو په اوږدو کې د بندیانو اوومې تبادلې په موخه حماس د اسرائیلو ۶ بندیان سره صلیب ته وسپارل، خو د نتانیاهو دفتر د همدغو شپږو بندیانو د تبادلې په صورت کې د شاوخوا ۶۰۰ بندیانو خوشې کول د یو شمېر ناسمو ادعاوو له امله تر نامعلوم وخت پورې و ځنډول.

تړلي موضوعات