هلمند کجکي کې د ۷۶میلیونه افغانیو په ارزښت درې پروژې پیل شوې

هلمند کجکي کې د ۷۶میلیونه افغانیو په ارزښت درې پروژې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
هلمند کې تازه پیل شوې پروژې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر له مخې دغو پروژو کې اوبو کانال او د شیري او سفید حصار جغلي سړکونو جوړل شامل دي، چې ۷۶ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. 

د دغو پروژو د پرانېستي پرمهال د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملامحمدیونس اخندزاده ویلي، دغه وزارت د متوازن انکشاف لپاره ژمن دی او د خپلو امکاناتو په نظر کې نیولو سره به د هېواد لرې پرتو سیمو کې د پروژو پلي کولو ته دوام ورکړي. 

د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د یادو سیمو اوسېدونکو ستونزې تر یوه بریده حل شي. 

د یادونې ده، چې دا وزارت په پام کې لري د هلمند ولایت په ټولو ولسواليو او په ځانګړي ډول هغو  ولسواليو کې چې د کار کولو په کې ډېره اړتيا وي خپل خدمات وړاندې کوي.

تړلي موضوعات