فرانسه کې پر پولیسو د چاقو وارونه شوي، ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

فرانسه کې پر پولیسو د چاقو وارونه شوي، ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې نړۍ
فرانسه کې پر پولیسو برید شوی

ګارډین ورځپاڼه وایي، د فرانسې په ختیځ کې یو کس پر پولیسو د چاقو برید کړی چې له امله یې یو لاروی وژل شوی او پنځه پولیس ټپیان شوي.

ورځپاڼه وايي، پېښه پرون د فرانسې په مولهوس ښار کې شوې او څارنوالان وایي د پولیسو دوه افسران ژور او درې نور یې برسیرن ټپیان شوي دي.

برید کې هغه ۶۹ کلن پرتغالی چې د پولیسو په ننګه یې د برید مخنیوي هڅه کوله وژل شوی دی.

سرچینو د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي، چې مشکوک برید کوونکی د الجزایر تبع دی او ۳۷ کاله عمر لري چې دا مهال د پولیسو په توقیف خونه کې دی.

تړلي موضوعات