روان کال له کندهار څه باندې ۶۲ زره ټنه وچه مېوه صادره شوې

روان کال له کندهار څه باندې ۶۲ زره ټنه وچه مېوه صادره شوې سوداګرۍ او اقتصاد
بهر ته د افغانستان د وچې مېوې صادرات

د کندهار اطلاعات او کلتور ریاست وايي، روان کال له کندهار څخه بهرنیو هېوادونو ته ۶۲ زره ۳۱۰ ټنه وچه مېوه صادره شوې ده.

سرچینې د کندهار سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا له قوله ویلي، په صادره شوې وچه مېوه کې زیاته برخه انځر، شکرپاره او کشمش دي.

سرچینه زیاتوي، د صادرې شوې مېوې ارزښت څه باندې ۲۴۴ میلیونه ډالره کیږي چې ډېره برخه یې هند، پاکستان، متحده عربي امارت او امريکا متحده ایالت ته صادره شوې.

څه موده وړاندې هندي رسنیو ویلي و، چې د اسلامي امارت په راتګ سره هغه هېواد ته له افغانستان څخه د وارداتو کچه زیاته شوې ده.

تړلي موضوعات