ا.ا.ا د مولانا جلیل الله مولوي زاده پر وفات خواشیني وښوده

ا.ا.ا د مولانا جلیل الله مولوي زاده پر وفات خواشیني وښوده اسلام او کلتور

د افغانستان اسلامي امارت د شیخ الحديث مولانا جلیل الله مولوي زاده پر وفات خواشیني ښودلې او تسلیت پیغام یې خپور کړی دی.

اسلامي امارت دې پیغام کې ویلي، چې د هېواد پياوړي ديني عالم شیخ القرآن و الحدیث مولوي جلیل الله مولوي زاده د هېواد علمي برخې ته ستر خدمتونه کړي او وفات یې یوه لویه علمي تشه رامنځته کړه.

یاد تسلیت پیغام کې زیاته شوې، چې اسلامي امارت د مرحوم مولوي زاده وفات یوه لویه ضایعه بولي، نوموړي ته د مغفرت او جنة الفردوس دعا کوي.

اسلامي امارت د مرحوم مولانا مولوي زاده کورنۍ، خپلوانو، شاګردانو او ټولو متعلقینو ته د جمیل صبر او جزیل اجر غوښتنه کړې.

تړلي موضوعات