د بدخشان پوهنتون لپاره د طب پوهنځی منظور شو
د لوړو زده کړو وزارت خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت مشرتابه د حکم له مخې د بدخشان پوهنتون لپاره د طب پوهنځی منظور شو.
یاد وزارت ویلي، دغه پوهنځی هېواد کې د معیاري لوړو زده کړو پراختیا، د بدخشان ولسونو لپاره د معیاري روغتیایي خدمتونو اسانتیاوو رامنځته کولو او د طبي ستونزو د حل په موخه منظور شوی.
د بدخشان پوهنتون کې د طب پوهنځي رامنځته کول وروسته له هغې منظور شول، چې څه موده وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د لوړو زده کړو د معیاري کولو په موخه د هېواد په پوهنتونونو کې د ۱۱ دوکتورا او ۳۶ ماسټري برخې فعاله کولو خبر هم ورکړی و.