له جرمني ځواب شویو معلولو هېوادوالو عملیات افغانستان کې بریالي وشول
د افغانستان ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې په سردار داود خان روغتون کې د هغو څلورو ماشومانو د سوء شکل عملیات په بریالیتوب ترسره شول چې له دې وړاندې جرمني هېواد کې یې درملنه نه وه شوې.
وزارت زیاته کړې، دغه ماشومان چې له ولادي او کسبي معیوبیتونو او سوء شکل سره مخ وو، د C.O.F.O مؤسسې جرمني هېواد ته تر لېږدلو وروسته بېرته د کابل سردار داود خان رغتون ته ور وپېژندل او د متخصصینو له لوري ترسره شوي د هډوکو پیوند، د هډوکو تثبیت او پلاستیکي جراحۍ عملیاتونه یې قناعت بښونکي وو.
سرچینې همدا راز ویلي، درملنه شوي ماشومان له دوو اوونیو را پدېخوا په یاد روغتون کې بستر وو چې له دې وروسته به خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.
یاده دې وي چې هېواد کې له درېیو کلونو را پدېخوا په طبي برخه کې ځانګړي پرمختګونه شوي او دا مهال ډېری هغه ناروغان چې درملنه یې په نورو هېوادونو کې په لوړه بیه کېده اوس په کور دننه په ښه او ارزانه توګه درملنه کیږي.