نوې څېړنې؛ هر سیګرټ څښول د انسان ۲۰ دقیقې عمر کموي
د انګلستان «U.C.L» پوهنتون نوې څېړنه چې پرون د ډسمبر په ۳۰ مه یې پایله اعلان کړې وایي، هر سیګرټ څښول د انسان ۲۰ دقیقې عمر کموي.
د سکای نیوز د راپور په بنسټ، نوي ارقام سګرټ څښوونکو ته ځکه هېښوونکي دي چې د پخوانیو اټکلونو په پرتله یې د زیان کچه هم لوړه ښول شوې.
ددغو نویو څېړنو له مخې هغوی چې د ورځې یو ډبی سیګرټ څښوي، نږدې اوه ساعته خپل عمر کموي.
د برېټانیا ګارډېن ورځپاڼې د همدې پایلې پر تأیید وایي، تر دې وړاندې څېړنو ښودلې وه چې یو سیګرټ ۱۱ دقیقې د انسان عمر لنډوي.
د ورځپاڼې په خبره، دغې څېړنې کې د سیګرټ څښول د عمر پای بللی شوی او زیاته کړې یې ده، چې ښځې نسبت نارینه وو ته ډېرې اغېزمنوي.
سیګرټ څښوونکي نه یواځې دا چې خپل عمر رالنډوي په خپل چاپېریال کې نورو ته هم زیان اړوي چې تر ډېره یې قربانیان ماشومان او عادي کسان دي.