د هېواد ۳۱۸ ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونو د جوړېدو پرانېسته وشوه
د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د دغو روغتونونو پروژې د پرانېستې پر مهال ویلي، چې دغو روغتونونو ته د اسلامي امارت له لوري شاوخوا ۷ میلیارده افغانۍ بودیجه منظوره شوې ده.
د نور جلال جلالي ویلي، د یادو روغتونونو د جوړولو موخه د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د معیاري روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او روغتیایي خدماتو ته د خلکو لاسرسی زیاتول دي.
دغه روغتونونه چې د ۳۰ بسترونو ظرفیت لري په عمومي داخله، عمومي جراحي، د ماشومان داخله، نسایي ولادي او بېړني روغتیایي خدمات به وړاندې کوي.
د عامې روغتیا وزیر ویلي، د تېرو حکومتونو د نه پاملرنې له کبله د هېواد د څه باندې ۴۰۰ ولسوالیو له ډلې یې یوازې ۹۳ ولسوالۍ د والسوالیو په کچه روغتایي مرکزونه لري او د ولسوالیو ۷۲ سلنه خلک لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د یادونې ده، چې دا مهال په ټولو هېواد کې نږدې ۱۳ زره بسترونه شتون لري او نویو روغتونو په جوړېدو سره به ۱۰ زره بسترونه نور هم زیات شي، چې دا د هېواد په تاریخ کې د روغتیایې سیسټم د پراختیا برخه کې لوی پرمختګ دی.