هند او ایران د افغانستان اقتصادي ودې لپاره چابهار بندر حیاتي بولي
د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرام مصري د ایران بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال مجید تخت رواني سره ۱۹مه مشورتي غونډه کې د چابهار بندر، کرنیزو همکاریو، اقتصادي او کلتوري اړیکو پر سر خبرې کړې دي.
د هند بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې ښاغلي مصري دې ناسته کې د افغانستان بیارغونې او اقتصادي وده کې د چابهار بندر پر اهمیت ټینګار کړی دی.
اقتصادي شنونکي هم په دې باور دي، چې چابهار بندر له نړۍ سره د افغانستان سوداګریزو اړیکو کې مهم رول لري او د نړېوالې سوداګرۍ لپاره د کراچۍ بندر غوره بدیل دی.
د یادونې ده، چې دې وروستیو کې هند او ایران په دې لټه کې دی، چې د چابهار بندر کې د تاسیساتو پر پراختیا افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.