پنجشېر کې د پارنده برېښنا بند کارونه بشپړ شول
د پنجشېر ولایت سیمه ییزو مسئولینو خبر ورکړی، چې د پارنده بند د جوړېدو چارې پای ته رسېدلې او نږدې وخت کې به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
د پنجشېر د والي ویاند سیف الدین لټون حریت راډیو ته ویلي، دغه بند د اسلامي امارت له بودیجې د ۷ میلیونه ۶۰۰زره ډالرو په لګښت په نړېوالو معیارونو جوړ شوی دی.
ویل کېږي چې د پارنده برېښنا بند د څلور میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، چې له برېښنا څخه به یې د پنجشېر خلک او تولیدي شرکتونه استفاده وکړي.
په ورته مهال د پنجشېر ولسونو د برېښنا برابرولو برخه کې د اسلامي امارت د هڅو ستاینه کړې او هغه یې د پنجشېر ولایت کې د هوساینې او پرمختګ کې مهمه بللې ده.