حریت راډيو تالار کې د شهید حقاني روح ته د دعا او ختم مراسم
د حریت راډيو په تالار کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني روح ته د دعا او ختم مراسم ترسره شول.
په دې مراسمو کې د حریت راډيو مسؤلینو او کارکوونکو برخه درلوده.
د فاتحې مراسم د قرآن کریم په مبارکو آیتونو پیل شول او له هغه وروسته د حریت راډيو مسؤل محمد الله احساس د نوموړي په ژوند او کارنامو وینا وکړه.
ښاغلي احساس د حریت راډيو په استازیتوب د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني له کورنۍ سره غمشریکي وښوده او هغه یې د دوو انقلابونو تاریخي اتل وباله.
نوموړي په ټوله کې د شهید حقاني تېر جهادي ژوند او تاریخ ته اشاره وکړه. ده وویل: دا د حقاني کورنۍ لومړنی او وروستنی شهید نه دی. دې کورنۍ په دواړو انقلابونو کې؛ هغه که د شوروي لښکرو پر وړاندې و او یا هم د امریکايي اشغال په وړاندې د تېر شل کلن جهاد په بهیر کې، په لسګونو شهیدان ورکړي دي.
ښاغلي احساس زیاته کړه چې شهید حقاني د خپل مشر ورور مرحوم مولوي جلال الدین حقاني (رح) په نقش قدم روان او د جرګو او مرکو سړی و. ده په خپلو نه ستړې کېدونکو هلوځلو د بېلابېلو قومونو او کورنیو ترمنځ هغه ستونزې حل کړې چې له امله یې کلونه کلونه خلک په ناوړه توګه وژل کېدل.
ده وویل چې، د شهید حقاني غېږه تل د مخالفینو په وړاندې خلاصه او تندی روڼ و. ده د اسلامي امارت په استازیتوب هڅه کوله، چې د امارت سیاسي مخالفینو او د تېر جمهوري رژیم چارواکو ته په هېواد کې د پاتې کېدو او باعزته ژوند چاپېریال برابر او په وطن کې د کرل شوې کرکې او نفاق تخم له منځه یوسي.
شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني د امارت د بیا ځلې واکمنۍ له څه باندې دریو کلونو راهیسې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر په توګه د ژوند تر وروستۍ سلګۍ د بې سرپناه او مهاجرو هېوادوالو خدمت وکړ.
ښاغلي احساس له شهید حقاني سره د خپل سفر هغه خاطره شریکه کړه چې غزني ولایت ته یې د سېلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستولپاره ترسره کړی و. هغه وویل چې د جمهوریت له سقوط وروسته او د امارت د بیا ځلې واکمنۍ په لومړي کال چې اکثره وزارتونو کې هېڅ امکانات نه وو، خو شهید وزیر بیا هم په خپلو هڅو د اغېزمن شویو هېوادوالو لپاره امکانات وموندل او کور په کور یې په خپلو لاسونو ورته ووېشل.
د شهید حقاني عادات او خویونه د مهربان او زړه سوانده مشر و، شخصي ژوند کې ډېر ذاکر، متدین، متقي، سخي، غیرتي او فقیر و. هغه کې لوی خوی دا و، چې د اړمنو هېوادوالو د کارونو په ترسره کولو کې ځنډ ورته د منلو نه و او که به کوم اړمن کس دده دفتر ته ورغی چې معیوب او یا به هم معلول و، د دفتري چارو د خلاصون لپاره به پخپله له ځایه پورته کېده او کار به یې ورته ترسره کاوه.
شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني د لوی غازي او ستر مصلح شهید مولوي جلال الدین حقاني کشر ورور و. دی له خپل ورور او وریرونو سره د جهاد په وختونو کې څنګ په څنګ پاتې شوی او له اشغاله د هېواد په آزادۍ کې یې په میړانه دفاع کړې ده.
دا د لوی غازي او ستر مصلح د کورنۍ یواتیایم شهید دی چې د دین او هېواد په دفاع کې خپل ځان قرباني کوي. شهید حقاني له تاندې ځوانۍ تر بیا تر شهادته چې نږدې اویا کلن و، ټول عمر د اعلاء کلمة الله په لاره کې په زحمتونو ،زندانونو او مبارزو تېر کړ.
د حریت راډيو په تالار کې جوړ شوي مراسم د دعا او د شهید حقاني روح ته له الله تعالی نه د جنت په غوښتلو پای ته ورسېدل.
د یادونې ده، چې د شهید حاجي خلیل حقاني په مظلومانه شهادت، نه یواځې په هېواد کې دننه بلکې په ټوله اسلامي نړۍ کې غمشریکي وښودل شوه او د هغه روح ته دعاګانې او ختمونه وشول.