د شمس العلوم جامعې ۳۷۰ طالبان د حدیث دورې څخه فارغ شول!

د شمس العلوم جامعې ۳۷۰ طالبان د حدیث دورې څخه فارغ شول! اسلام او کلتور

تېره ورځ کابل کې جامعه شمس العلوم روحانیه څخه ۳۷۰ طالبان د حدیث دورې څخه فارغ شول او د شيخ الحدیث خلیفه دین محمد په لاسونو ورته د فضيلت پګړۍ ورپرسر شوې.

په دې اړه غونډه کې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا، د اوبو او انرژۍ وزیر مولوي عبداللطیف منصور په ګډون ګڼو چارواکو، علماء کرامو، مجاهدینو او عامو خلکو ګډون کړی وو.

دې غونډه کې د کورنیو او دفاع چارو وزیرانو په خپلو خبرو کې په ګډه د هېواد په ابادولو ټینګار کړی دی.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د نورو برخو ترڅنګ دیني علومو ته هم ځانګړې پاملرنه شوې او په تېرو درېیو کلونو کې زرګونه تنه د دیني علومو له بېلابېلو برخو فارغ شوي دي.

تړلي موضوعات