سوریه کې تازه پرمختګونه؛ د حلب نظامي هوایي ډګر د تحریر الشام ځواکونو نیولی

سوریه کې تازه پرمختګونه؛ د حلب نظامي هوایي ډګر د تحریر الشام ځواکونو نیولی نړۍ
د حلب ښار نظامي اډې هوایي ډګر

سوریه کې د تحریر الشام جهادي ډلې د یرغل مخنیوي عملیاتو پر دوام دغې ډلې د حلب پوځي اډې هوایي ډګر تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی.

 

ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېدونکو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې د تحریر الشام ځواکونو د اسد رژیم جنګي او بې پیلوټه الوتکې هم نېولې دي.

 

د سوریې شمال کې یوه ازاد خبریال راپور ورکړی، چې د تحریر الشام ځواکونه نن سهار د حماه ښار ته رسېدلي او تېره ورځ یې د یاد ښار په شاوخوا کې ۱۶ کلي او ښارګوټي نیولي وو.

 

په ورته مهال تحریر الشام هم اعلان کړی، چې د حلب نظامي هوایي ډګر د توپخانې اکاډمي یې نیولې، مرکزي زندان او د شیخ نجارا صنعتي سیمې یې د اسد ځواکونو څځه تخلیه کړې دي.

 

د فرانسې خبري اژانس هم خبر ورکړی، چې په دغو نښتو کې تر ۴۱۲ تنو زیات کسان وژل شوي دي.

 

دغې اژانس د نړېوالو بنسټونو له قوله ویلي، داسې معلومېږي، چې حلب د اسد رژیم له لاسه وتلی او بیرته نیول به یې په درنه بیه تمام شي.

 

د یادونې ده، چې تېره چهارشنبه سوریه کې د تحریر الشام په مشرۍ جهادي ډلو د بشار الاسد رژیم خلاف د یرغل مخنیوي یا ردع العـ.دوان په نوم پراخ او پرېکنده عملیات اعلان کړل، چې تر دې دمه یې ګڼ ستراتیژیک ښارونه او سیمې نیولې دي.

تړلي موضوعات