امریکايي ورځپاڼه: د ايران د اتومي تاسيساتو بمبار نه يوازې هغه کمزوري نه کړل، بلکې لا يې چټک کړل
امريکايي ورځپاڼې پوليټيکو په خپل يوه راپور کې دې ته اشاره کړې چې د ايران په اتومي تاسيساتو د امريکا او اسرائيلو وروستۍ بمبارۍ نه يوازې د ايران اتومي پروګرام کمزوری نه کړ، بلکې د دې هېواد مشرتابه يې دې ته وهڅول چې د اتومي وسلو د جوړولو لپاره لا چټک مزل وکړي.
د امريکا د ولسمشر مرستيال جي. ډي. فانس د تېرې يکشنبې د ورځې په سهار ادعا وکړه چې د امريکا بريدونو «د ايران اتومي پروګرام ته جدي تاوان وراړولی دی»، دغه راز ولسمشر ډونالډ ټرمپ وويل چې دې عملياتو «د ايران تر ټولو مهم اتومي تاسيسات په بشپړ ډول له منځه وړي دي»، هغه د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د مصنوعي سپوږمکيو اخيستل شوي انځورونه وړاندې کړل چې د سختو بمبارونو نښې په کې وې.
خو پوليټيکو دا څرګندونې له حده زياتې خوشبينانه بللې دي او د امنيتي سرچينو او استخباراتي شنونکو له خولې يې ليکلي چې «ايران لا هم ټول مهم امکانات لري چې خپل اتومي پروګرام ډېر ژر بېرته راژوندی کړي، چې په کې په لوړه کچه غني شوي يورانيم، د سانتريفيوژ پرزې او متخصص بشري ځواک شامل دي».
راپور زياته کړې ده چې د ګډو ځواکونو مشر جنرال ډان کين ويلي چې د فورډو په څېر د ځمکې لاندې تاسيساتو درې هغه ځايونه چې بريدونه پرې شوي؛ سخت زيانمن شوي دي، خو د زيان د دقيقې اندازې معلومولو لپاره به وخت لګېږي.
دغه راز د يورانيمو د له منځه وړل شويو ذخيرو اړوند هم پوښتنې شته، د اتومي انرژۍ نړېوال سازمان ويلي چې د مۍ تر ۱۷مې ايران نږدې ۹۰۰ پونډه يورانيم تر ۶۰ سلنې غني کړي وو او دا دومره اندازه ده چې له لا ډېر غني کېدو وروسته ترې ګڼ شمېر اتومي بمونه جوړېدی شي، د دې سازمان مشر رافايل ګروسي اندېښنه ښودلې ده چې ايران ښايي دغه مواد د امريکا له بريدونو وړاندې خوندي ځای ته لېږدولي وي او لکه جي. ډي. فانس چې ورته اشاره کړې د دې مطلب دا دی چې ايران لا هم دغه يورانيم په واک کې لري.
يادو سرچينو پوليټيکو ته ويلي، چې «ايران کولی شي دا ډول مواد په اسانۍ پټ وساتي، ځکه په کومو کانتينرونو کې چې ساتل کېږي، لکه غوپه وهونکي سلنډونه کوچني او پټول يې اسان دي. دغه راز د سانتريفيوژ پرزې هم کوچنۍ دي او له ۲۰۱۸ کال راهيسې چې امريکا له اتومي تړونه ووته؛ دا شيان له نړيوالو څارنو وتلي دي».
د انساني ځواک په برخه کې اوښتی تاوان هم کم ښودل شوی، سرچينو ورځپاڼې ته ويلي، چې له بريدونو وړاندې ډېری متخصصين او اتوم پوهان له سيمې خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي، يعنې فني کسان لا هم شته دي او که ايران سره يوازې ۶۰ سلنه غني شوي يوارنيم او له ۱۰۰ تر ۲۰۰ پورې سانټريفيوژ شتون ولري، نو کولی شي چې په څو اوونيو کې د اتومي بم لپاره لازم يورانيم چمتو کړي.
دغو استخباراتي شنونکو او امنيتي سرچينو ويلي چې ايران د دې کار لپاره د فورډو او او نطنز غوندې لويو مرکزونو ته هم اړتيا نه لري بلکې کولی شي په یوه کوچني غرني ځای کې د عادي صنعتي ودانيو تر شا داسې ځای کې کار وکړي چې په نښه کول يې سخت وي. دوی ويلي چې دا هر څه په يوه کال کې کېدی شي.
پوليټيکو د خپلو باخبره سرچينو له خولې ويلي چې «وروستي بريدونو برعکس پايلې لرلې دي، ځکه د فوردو په څېر حساس تاسيسات په نښه کولو ښايي د تحول يوه نکته شي او ايراني مشرتابه دې ته وهڅوي چې څومره ژر کولی شي اتوم بم جوړ کړي».
راپور په پای کې وايي، تر ټولو خطرناک سناریو دا ده چې ایران ښايي لا هم يو پټ مرکز ولري چې د يورانيمو غني کول په کې روان وي او د بم ډیزاین یې هم بشپړ یا نیمګړی چمتو کړی وي، چې دا به ایران ته دا وړتیا ورکړي چې په څو میاشتو کې بم چمتو کړي.
خو تر ټولو خوشبینانه سناریو، چې ډېر امکان یې نشته، دا دی چې بریدونو د ایران ټول غني شوی یورانیم او تخنیکي تجهیزات له منځه وړي وي. خو حتی که دا کار هم شوی وي، ایران لا هم کافي تجربه او امکانات لري چې په څو کلونو کې خپل پروګرام بیا راژوندی کړي.