حماس جهادي غورځنګ: د دردوونکو جرمونو په وړاندې چوپتیا د منلو نه ده

حماس جهادي غورځنګ: د دردوونکو جرمونو په وړاندې چوپتیا د منلو نه ده نړۍ
انځور ارشیف

غزه کې د شهیدانو شمېر له ۵۶ زرو او د ټپیانو شمېر بیا له ۱۳۲ زره تنو واوښت.

د اسرائیلو له لوري روانو بریدونو کې تازه هغه لسګونه وږي فلسطینیان چې د همدې اړتیا پوره کېدو په موخه راټول شوي و په نښه شوي.

د غزې رسنیو مرکز وايي، د تېرې ورځې په بریدونو کې ۵۰ تنه وږي فلسطینیان شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان دي، له دې سره د وږو فلسطیني وګړو د شهیدانو شمېر له ۵۰۰ واوښت.

هاخوا بیا غزه کې د روغتیا وزارت وايي، د تېرې مارچ له ۱۸مې راهیسې ۲۵ زره ۵۶۶ فلسطیني وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډلې یې ۵ زره ۷۵۹ شهیدان دي. 

یاد مرکز د حماس جهادي غورځنګ له قوله وايي، د نړېوالو تر سترګو لاندې غزه کې د روانو جنایتونو په وړاندې چوپ پاتې کېدل د منلو وړ نه دي.

همدې روانو بریدونو ته په اشارې یاد غورځنګ پر صهیونېست رژیم د فشار غوښتنه کړې ده.

تړلي موضوعات