کابل کې د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسيون غونډه ترسره شوه
د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسيون غونډه د ياد کمېسيون مسؤل او د ملي دفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد په مشرۍ ترسره شوه.
غونډه کې د کمېسيون غړو د هېواد د عمومي امنيتي وضعيت تفصيلي ارزونه وکړه او د روان امنيتي حالت په اړه يې ډاډ څرګند کړ.
غونډه کې د مشرتابه د لارښوونې په اساس لوی اختر کې د امنیت او همغږۍ برخه کې ترسره شوي فعالیتونه ګټور بلل شوي.
د غونډې ګډونوالو همدرازا اختر کې ډاډمن امنیت د امنیتي ځواکونو د سرښندنو، چمتووالي او پراخو هڅو ثمره بللې.