د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې پیلېږي
د کابل ښاروالۍ خبر ورکړی، چې د کابل ښار ۱۱ مې او ۱۷ مې ناحیو اړوند سیمو کې د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې به له سرای شمالي څخه د کوتل سر پورې پيلېږي.
د کابل ښاروالۍ ویلي، د پراختیایي پلان مطابق دغه سړک به د ۳۷۵۰ مترو په اوږدوالي او ۲۷متره په سور به جوړ شي.
د کابل ښاروالۍ د استملاک رئیس انجنیر عبدالمتین حنیف ویلي، د دې سړک په اوږدو کې ۱۱۷ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي او د قانون له مخې به یې مالکینو ته بدل ورکړل شي.
دغه مسیر چې د هېواد د شمال د ۱۴ ولایتونو ټرانزیټي مسیر دی په بشپړېدو سره به یې په دې مسیر ټرافیکي ګڼه ګوڼه هم راکمه شي.
د ښاروالۍ د مسؤلینو په خبره د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې هم ۳۱سلنه بشپړې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته کابل ښاروالۍ د پلازمېنې سړکونو پراختیا او بیارغونې ته ځانګړې پاملرنه کړې، چې تېرو درېیو کلونو کې د کابل ګڼ سړکونو پراخ او بیا ورغول شول.