سپین بولدک ولسونو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین سپارښتنې څه وې؟

سپین بولدک ولسونو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین سپارښتنې څه وې؟ افغانستان
د اسلامي امارت مشرتابه عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث والقران مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله

د کندهار اطلاعاتو او کلتور ریاست د خبر پاڼې له مخې، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته پرون د سفر پر مهال ولسونو ته هر اړخیزو سپارښتنو پر مهال ویلي، د اسلامي نظام لپاره مو دوه لسیزې قربانۍ ورکړې او د ساتنې لپاره یې باید پوره کوښښونه وشي.

 

عالیقدر امیرالمؤمنین د سپارښتنو پر دوام مسؤلینو ته ویلي، د اسلامي نظام د ساتنې په برخه کې له خپلو علماوو څخه مشورې اخیستل مو بریا ته رسوي.

 

امیرالمؤمنین حفظه الله شیوخو او علماوو ته په خطاب کې زیاته کړې، علماء دې د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون د نافذېدو په برخه کې له اړونده ادارو سره بشپړه همکاري وکړي او په دې برخه کې دې ولسونو ته عقیدوي زده کړې ترسره شي.

 

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د سپارښتو په پای کې ویلي، ولسونه دې له اختلافاتو ډډه وکړي او په چارو کې دې د مسؤلینو اطاعت او پيروي وکړي.

 

د ناستې پر مهال ولسونو د عالیقدر امیرالمؤمنین په راتګ خوښي ښودلې او په سپین بولدک کې یې د ماسټرپلان عملي کېدو، د لویو موټرونو د تګ راتګ لپاره بای پاس جوړولو، برېښنایي تذکرو مرکزونو جوړول او یو شمېر نورو پروژو د پیلېدو غوښتنې وکړې او په دې برخه کې د امیرالمؤمنین له لوري د هر راز همکاریو ډاډ ورکړل شوی دی.

تړلي موضوعات