قطر د افغانستان کلتوري بنسټونه رغوي
کابل کې د قطر سفارت سلاکار مردیف القشوتي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي سره لیدنه کې ویلي، د افغانستان د خلکو او نظام پرمختګ ته خوښ دي او د دغه هېواد د کلتوري ارزښتونو په رغونه کې ونډه اخېستل خپل انساني مکلفیت ګڼي.
اطلاعاتو کلتور وزارت ویلي، قطر چمتو دی، چې د دوه اړخیز تړون په رڼا کې د افغانستان د ګڼو کلتوري او تاریخي ابداتو او مرکزونو په پیاوړتیا او جوړونه کې اساسي ونډه واخلي.
د دغه وزارت د هنر او کلتور معین ویلي، افغانستان د تاریخي او هنري اثارو له اړخه بډایه هېواد دی او د اسلامي معمارۍ ،خطوطو، ميناتورۍ، موزیمونو او نورو کلتوري برخو د څېړنو او ګډو نندارتونو په برخو کې تفاهم او کارکولو ته چمتو دي.
د یادونې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته د هېواد کلتوري بنسټونو رغونې او ساتنې ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.