د امریکا په یوه ښوونځي کې د برید پر مهال ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د امریکا په ویسکانس ایالت مډیسن ښار یوه ښوونځي کې برید شوی، چې د بریدګرې په ګډون درې تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د رویټرز د خبر له مخې، بریدګره د «نتالي روپنو» په نوم ۱۵ کلنه انجلۍ وه چې د همدې ښوونځي زده کونکې وه.
د مډیسن ښار پولیسو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، پېښه پرون دوشنبې په ورځ رامنځته شوې چې د ټپیانو له ډلې یې د دوو روغتیایي وضعیت نازک یاد کړی.
رویټرز زیاتوي، بریدګرې لومړی د دې ښوونځي یو استاد او زده کوونکی وواژه او وروسته یې خپله هم ځان وژنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې امریکا کې ورځ تر بلې وسلوال بریدونه ډېرېږي، چې د امریکا امنیت او ډاډمنه فضا یې ننګولې او هلته یې خلکو کې د بریدونه وېره خپره ده.