د امیرالمؤمنین په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې ناسته ترسره شوه
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې ناسته کې د هېواد وضعیت لا ښه والي په موخه یو شمېر مهمې اقتصادي او ټولنیزې پرېکړې شوې دي.
دې ناسته کې د چارو ادارې ته دنده سپارل شوې، چې د یو شمېر وزارتونو او ادارو څخه یو کمېسیون جوړ او په هېواد کې ټول هغه ناوړه رواجونه تثبیت کړي چې د اسلامي شریعت خلاف وي.
د اقتصادي کمېسیون ناسته کې د چارو ادارې او یو شمېر وزارتونو ته لارښوونه شوې، چې هغه ځمکې چې له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له لوري دولتي تثبیت شوې د ښاري ماسټر پلان مطابق دې د ابادلو لپاره خلکو ته په اجاره ورکړل شي.
دې ناسته کې د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ته لارښوونه شوې چې کوکچې سیند څخه تر ابدان دښتې د کانال پلان اقتصادي کمېسیون ته واستوي او د منظوري لپاره دې د اسلامي امارت رهبري ته وړاندې کړي.
د دې ترڅنګ د عامې روغتیا، مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د ښاروالۍ چارو د سمون عمومي ریاست ته دنده سپارل شوې، چې د درملو او خوراکي توکو د قاچاق مخنیوي په موخه طرحه چمتو او د اسلامي امارت رهبري ته یې وړاندې کړي.
د یادونې ده، چې د اقتصادي کمېسیون غونډه کې ګڼې نورې پرېکړي هم شوې دي.