ازبکستان څخه ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي چارې پیلیږي
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالباري عمر او ورسره مل پلاوي ازبکستان ته د سفر پر مهال د دې هېواد د انرژۍ وزیر سره کتلي دي.
دې کتنه کې له ازبکستان څخه افغانستان ته د برېښنا لېږد د ۵۰۰کیلو ولټ مزي په اړه تر خبرو وروسته هوکړه شوې، چې د تر یوه بشپړ تخنیکي بحث وروسته به یې چارې پیل شي.
دغه راز د دې سفر پر مهال ازبکستان سره د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا د پېرودلو تړون هم لاسلیک کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې هڅه کړې، چې په هېواد کې د ننه د اړتیا وړ برېښنا تامین او دې برخه کې یې یو شمېر پروژې هم پیل کړې څو افغانستان له وارداتي برېښنا خلاص او په خپل ځان بسیا شي.