کندوز کې د بالاحصار څلور لارې سړک د قیر اچونې چارې پیل شوې

کندوز کې د بالاحصار څلور لارې سړک د قیر اچونې چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
د کندوز بالاحصار څلور لارې

د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست وایي، کندوز کې د بالاحصار څلور لارې سړک د قیر اچونې چارې د شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.

 

دغه ریاست په خبره، یاد سړک چې ۳۰۰ متره اوږدوالی ۲۷ متره پلنوالی لري لګښت یې د کندوز ښاروالۍ د انکشافي بودیجې څخه ورکول کیږي.

 

د یاد ریاست په خبره، د منار ښکلا، پلچکونه، پیادرونه، ګلدانونه او ترافیکي نښانو نصبول هم د دغې پروژې برخې دي.

 

په ورته مهال دغه ریاست اړوند کندهار ښاروالۍ له لوري درېیمه ناحیه کې د ده خواجې مانده د سنګ کاري کولو چارو د پیل خبر هم ورکړی دی.

 

د سرچینې په خبره، د ۵۰۷ مترو په اوږدوالي، ۶ متره پلنوالي او ۳ مترو په لوړوالي سره به د دغې پروژې چارې په اساسي ډول د راتلونکو درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

تړلي موضوعات