ليبيا د کرسمس په لمانځنه بندیز اعلان کړ

ليبيا د کرسمس په لمانځنه بندیز اعلان کړ اسلام او کلتور

د کرسمس يا د نصرانيانو د اختر له رانږدې کېدو سره سم د ليبيا ختيځ بنغازي ښار کې چارواکو د کرسمس په لمانځنه او په ورپورې تړلي ټولو مراسمو بنديز لګولی او دا کار يې «د شريعت خلاف» بللی دی.
د بنغازي ښار پوليسو دا بنديز په دستي توګه پلي کړی او له سوداګريزو مرکزونو يې ټول هغه توکي ټول کړي چې د نوي ميلادي کال د خوښيو لمانځلو پورې تړاو لري.

چارواکو هټيوالو او پلورونکو ته خبرداری ورکړی، چې د نوي ميلادي کال يا کرسمس اړوند توکي و نه پلوري او که هر څوک يې په پېر يا بازار کې په وړاندې کولو ونيول شول؛ په ضد به یې قانوني اجرات ترسره شي.

پوليسو د عامه مصلحت ساتنې او د ارزښتونو د ملاتړ په پار ټولو خلکو ته د نويو ښوونو د منلو او پرې د پابندۍ ټينګار کړی دی. 
د پوليسو په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د اسلامي ارزښتونو او ټولنيزو عاداتو ملاتړ د ټولو ګډ مسؤليت دی او دا چاره د ټولنې د ټولو وګړو همکاري غواړي.

هېره دې نه وي چې ليبيا لږه موده وړاندې هم د ځينو نويو قوانينو د پلي کولو ويلي وو، چې په اسلامي حجاب ټينګار، د سړو او ښځو ترمنځ د اختلاط مخنيوی، له محرم پرته د ښځو په سفر، د ويښتو په نااشنا ډولونو او د ځوانانو په هغو لباسونو بنديز په کې وو، چې «د ټولنې له کلتور او عاداتو خلاف وي».

تړلي موضوعات