ارزګان لوړو زده کړو مؤسسه کې پنځه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
ارزګان لوړو زده کړو مؤسسه کې پرون سه شنبې، د ۴۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه بېلا بېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
لوړو زده کړو وزارت یې په تړاو وایي، په یادو پروژو کې عمومي تالار، د لمریزې برېښنا سیسټم، د اوبو رسونې شبکې جوړول، کمپیوټر لېب او د وسایطو تمځای شامل دي.
د وزارت په خبره، د تکمیل شویو پروژو د ګټې اخیستنې پر مهال یې د یادې تحصیلي مؤسسې د احاطوي دېوال د جوړېدو پروژه هم پرانېستل شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت سره په هېواد کې د تحصیلي مرکزونو رغونې او بیارغونې ته پاملرنه شوې او د هېواد پوهنتونونو کې دمګړۍ هم د ګڼو پروژو چارې روانې دي.