د ناوړه رواجونو د مخنیوي په موخه کړنلاره تصویب شوه

د ناوړه رواجونو د مخنیوي په موخه کړنلاره تصویب شوه اسلام او کلتور
انځور ارشیف

د چارو ادارې د خبر پاڼې له مخې، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم او د همدې ادارې د لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور په مشرۍ پرون شنبې د یو شمېر وزارتونو، ریاستونو، علماوو شوراګانو او استازو په ګډون هېواد کې د بدو رواجونو مخنیوي په موخه غونډه شوې.

 

غونډه کې د بدو رواجونو د مخنیوي په موخه کړنلاره ترتیب او تصویب شوې چې تر منظورۍ وروسته به د هېواد په کچه ګټور اقدام وي.

 

د سرچېنې په خبره، غونډه کې هغه بد رواجونه تثبیت شول چې په افغاني ټولنه کې دود دي، له اسلامي شرېعت سره په ټکر کې دي او له کلونو راهیسې د افغانستان په زیاتو سیمو کې یې خلک له اقتصادي، اخلاقي او ټولنیزو عواقبو څخه کړیږي.

 

د یادونې وړ ده، چې دا پرېکړه داسې مهال ترسره کیږي چې دمګړۍ په افغاني ټولنه کې ملا ماتوونکو رواجونو ځوان قشر له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی او اسلامي امارت د ټولنې د اصلاح په موخه هر راز همکاریو ته ژمنتیا ثابته کړې ده.

تړلي موضوعات