سویډن په دغه هېواد کې د تېرې ادارې له سفیر د استعفا غوښتنه کړې

سویډن په دغه هېواد کې د تېرې ادارې له سفیر د استعفا غوښتنه کړې سیاست
انځور ارشیف

غربي هېوادونو کې د جمهوریت د سفیرانو د استعفاوو په دوام تازه د سويډن حکومت په دغه هېواد کې د تېرې ادارې له سفير عباس نويان څخه د استعفا غوښتنه کړې.

 

امریکا غږ تلوېزیون د عباس نويان له قوله ویلي، چې د سویډن حکومت په دغه هېواد کې د هغه د اوسېدو موده هم نه ده غځولی.

 

د تېرې ادارې دغه سفير په یوه ناسته کې ویلي، د سويډن د بهرنيو چارو وزارت له هغه څخه غوښتي، چې له دندې ګوښه شي او د افغان سفارت ټولې شتمنۍ او چارې قونسلګرۍ ته وسپاري.

 

تر دې مخکې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هم په برلین کې د پخوانۍ ادارې له سفیره غوښتي وو چې په دې هیواد کې خپله دنده پای ته ورسوي.

 

د یادولو ده چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د روان کال په اسد میاشت کې اعلان وکړ، چې په یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولیو قونسلي خدمات له افغان حکومت سره د نه همغږۍ له امله باطل دي.

تړلي موضوعات