روسیه د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته یو قدم نوره هم نږدې شوه

روسیه د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته یو قدم نوره هم نږدې شوه سیاست
انځور: د روسیې پارلمان

د روسیې پارلمان تېره ورځ یوه لایحه تصویب کړې، چې د روسیې حکومت ته د دې اجازه ورکوي، چې د اسلامي امارت نوم د دې هېواد له ممنوعه سازمانونو نوملړ څخه وباسي.


رویټرز د روسي رسنیو له قوله خبر ورکړی، چې دغه لایحه پارلمان لومړنۍ جلسه کې تصویب کړې او دوو نورو جلسو ته یې اړتیا پرې نښوده.


د نړېوالو اړیکو شنونکي په دې باور دي، چې د روسیې دا اقدام به د دواړو هېوادونو د اقتصادي او امنیتي اړیکو پیاوړتیا سبب شي او د افغانستان پر وړاندې د نړېوال فشار راکمولو کې به مستقیم تاثیر ولري.


د روسیې پارلمان داسې مهال دغې لایحې ته مثبته رایه ورکړې، چې څه موده وړاندې د روسیې امنیت شورا عمومي منشي په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی و او د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو سره یې د اړیکو په پراختیا خبرې اترې کړې وې.

تړلي موضوعات