د حماس جهادي غورځنګ پر کډوالو چارو وزیر برید غندلی

د حماس جهادي غورځنګ پر کډوالو چارو وزیر برید غندلی سیاست
د حماس جهادي غورځنګ

فلسطین کې د حماس اسلامي جهادي غورځنګ کابل کې د کډوال او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د شهادت له کبله د افغانستان حکومت سره د غمشریکي کړې.

 

د حماس غورځنګ پر شهید خلیل الرحمن حقاني چاودنه ترهګریز برید بللی او په کلکو ټکو یي غندلې.

 

یاد غورځنګ په دې غم کې ځان له افغانانو سره شریک بللی او اسلامي امارت، د قربانیانو کورنۍ او خپلوانو ته یې خواخوږي، صبر، تسلیت او تعزیت مراتب وړاندې کړي دي.

 

تر دې وړاندې قطر، ایران، پاکستان، ترکمنستان، ترکیې، اسلامي همکاریو سازمان، اورپایي ټولنې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما هم دغه برید غندلی او له افغان حکومت سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

 

د یادونې ده، چې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر تېره ورځ د وزارت انګړ کې په یوه برید کې په شهادت ورسېد.

تړلي موضوعات