کندهار دامان ولسوالۍ کې کډوالو ته ښارګوټی جوړېږي

کندهار دامان ولسوالۍ کې کډوالو ته ښارګوټی جوړېږي بیارغونه او پراختیا
کندهار کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د کندهار ځايي مسؤلینو خبر ورکړی، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس دامان ولسوالۍ کې د ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷۹۱ کډوالو کورنیو ته ښارګوټی جوړېږي.

 

دغه ښارګوټی د اسلامي امارت له بودیجې په ۸۶۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي.

 

د کندهار د کور او ښار جوړونې ریاست د انجنیري څانګې امر احسان الله رسنیو ته ویلي، چې د ددې ښارګوټي د جوړنې چارې به تر راتلونکو ۴۵ ورځو پورې بشپړې شي.

 

دې ښارګوټې کې چې ۷۹۱ کورنۍ به په کې استوګنې شي، ۴ بابه مسجدونه، یوه لویه مرکزي عیدګاه، ۴ پارکونه، د والیبال او کرېکټ لوبغالي، ښوونځی او مدرسه به په کې جوړ شي.

تړلي موضوعات