د شاه او عروس بند به نږدې راتلونکي کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي
د کابل شکر درې ولسوالۍ کې د شاه و عروس بند چارې بشپړېدو ته نږدې شوې او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، دغه بند د کابل د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پیاوړتیا او د سېلابونو کنټرول کې مهم رول لري.
د یادولو ده، چې د دې بند په بشپړېدو سره به نه یوازې دا چې هر کال ۳۰ میلیونه متر مکعب اوبه مدیریت کېږي بلکې د کابل ښاریانو ته ۵ میلیونه متر مکعب د څښاک اوبه هم برابروي او ۱.۲ میګاواټه برېښنا هم تولیدوي.