اسلامي امارت د اوبو ۳۵۵ ذخیروي بندونه جوړ کړي
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، تېر کال په ۳۵۵ چک ډېمونو کار پیل او چارې یې بشپړې شوې.
حمدالله فطرت ویلي، د دغو ۳۵۵ ذخیروي بندونو له ډلې ۱۳۸ یې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، ۱۱۷ د اوبو او انرژۍ او پاتې ۱۰۰ یې بیا کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت جوړ کړي دي.
فطرت زیاته کړې، دا ټول چک ډېمونه د اسلامي امارت له بودیجې تمویل شوي دي.
چک ډېمونه د سېلابي اوبو د مهار، د ځمکې لاندې اوبیزو سرچېنو د پیاوړتیا، وچکالۍ د مخنیوي سربېره د کرنیزو ځمکو خړوب او د چاپېریال ساتنې لپاره ګټور تمامېږي.