د افغانستان او چین ترمنځ د بار وړونکي رېل تګ راتګ پیل شو
چین کې د اسلامي امارت سفارت خبر ورکړی، د چین جیانګسو ولایت نانټونګ ښار څخه افغانستان ته د باروړونکي رېل تګ راتګ پیل شو.
بیجینګ کې د اسلامي امارت سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي دې مراسمو کې ویلي، اسلامي امارت غواړي ګاونډیو هېوادونو سره په اقتصادي لحاظ له بېلابېلو لارو په تلپاتي توګه ونښلول شي.
بلال کریمي د رېل په وسیله د افغانستان او چین نښلو یو مثبت ګام او د بهرنۍ نړۍ لپاره د یوې اقتصادي دروازې په توګه ارزښتمند بللی دی.
نوموړي هیله ښودلې، چې رېل په وسیله دغه اقتصادي اتصال به د چین حکومت د یو کمربند او یوې لارې په نوښت کې یو ځای کېدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پیوستون لا پیاوړی کړي.
په برقي سامان الاتو، رخت او نورو توکو بار دغه ۵۰ کانټینره رېل به شلو ورځو کې له نانتونګ ښار څخه د حیرتان بندر ته ورسېږي.