د جوزجان یتیم تاق د سیمنټو تولیدي فابریکې قرار داد لاسلیک شو
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند او کابل کې د ترکیې سفیر په شتون کې د کانونو او پټرولیم وزارت او ۷۷ ترکي شرکت ترمنځ د جوزجان ولایت یتیم تاق سیمه کې د سیمنټو تولیدي فابریکې قرارداد لاسلیک شو.
د دې هوکړې له مخې به ۷۷ ترکي شرکت په دغې فابریکې ۱۶۳ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.
د دې تړون د لاسلیک پر مهال د کانونو او پټرولیم وزیر ویلي، د سیمنټو د تولید په برخه کې یې له بېلابېلو شرکتونو سره د ۴۷۶ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي.
دې مراسمو کې د ترکیې سفیر جنګ اونال دغه پروژه مهمه بللې او خوښي یې ښودلې، چې ترکي پانګوال افغانستان کې پانګونه کوي.
نوموړي د دې پروژې پیل افغانستان کې د پانګونې لپاره د نورو ترکي شرکتونو لپاره یوه ښه پیلامه بللې.
د یتیم تاق د سیمنټو فابریکه به تر بشپړېدو وروسته په ورځني ډول ۳زره ټنه سیمنټو د تولید ترڅنګ ۱۲۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.