بغلان کې د طبیعي پېښو زیانمنو ته کورونه جوړېږي

بغلان کې د طبیعي پېښو زیانمنو ته کورونه جوړېږي   بیارغونه او پراختیا
بغلان ولایت کې د سېلابونو له کبله رامنځته شوې ویجاړۍ

طبیعي پېښو سره د مبارزې چمتوالي ملي ادارې رئیس ملا نورالدین ترابي د کډوالۍ نړېوال سازمان د بېړنیو مرستو د پروګرام مسؤلې غدا برکت او د اړیکو مسؤل محمدسلیم خالد سره کتلي.

 

دې کتنه کې ملا نورالدین ترابي هېواد کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې.

 

بلخوا دې کتنه کې د یاد سازمان مسؤلینو د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی د دوی په خبره، له زیانمنو کورنیو سره د مرستې په موخه یې افغانستان کې سروې کړې ده.

 

پېښو سره د مبارزې ملي ادارې د معلوماتو له مخې دغه سازمان د بغلان ولایت بغلان جدید، برکه او دوشي ولسوالیو کې د کورنو جوړولو او بیارغونې په موخه له ۵۰۰ کورنیو سره نغدي مرستې کوي او برکې ولسوالۍ کې به ۱۰۰ نوي کورونه هم جوړ کړي.

تړلي موضوعات