دایکنډي ولایت کې د دوو ښوونځیو ودانۍ ورغول شوې
د پوهنې وزارت ویلي، په دغو ودانیو ۶۶۰ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی.
یاد وزارت په دې اړه خبرپاڼه کې ویلي، دغه ښوونځي د دې ولایت په تاق عروس او کډوالو ښارګوټي کې د همکارو بنسټونو په مرسته ګټې اخیستنې سپارل شوي.
د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره په هېواد کې سلګونه ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې او شاوخوا ۲ زره ښوونځیو ودانۍ بیا رغول شوې دي.