لغمان کې راستانه شویو کډوالو ته د کورونو جوړول پیل شول
د کورنیو چارو وزارت لومړي معاونیت خبر پاڼه کې راغلي، د ۱ اشاریه ۳ میلیونه ډالرو په لګښت ۳۱۰ کورنیو لپاره په مرکز مهترلام، قرغیو، علینګار او بادپښ ولسوالیو کې استوګنځي جوړیږي.
د کډوالو عالي کمشنرۍ له لوري جوړیدونکی هر کور به د اوسېدو دوه خونې، یو پخلنځی، یو دهلیز او تشناب ولري.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې افغانستان ته له ګاونډيو هېوادونو څخه په میلیونونه افغان کډوال راستانه شوي او اسلامي امارت یې د سرپناه او نورو مرستو لپاره پوره چمتوالي لري.