نن د کابل - جلال آباد دوهم لېن سړک د لومړي فاز چارې پیلېږي
ټاکل شوې نن د کابل - جلال آباد دوهم لېن سړک د لومړي فاز اول لاټ چارې پیل شي.
په همدې تړاو نن ننګرهار کې د لوړ پوړو مسؤلینو غونډه هم په پام کې نیول شوې ده.
د لومړي فاز اول لاټ چارې چې ۲۲ کیلو متره کیږي، چارې به یې نن تر یادې غونډې وروسته پیل شي.
د کابل - جلال آباد دوهم لېن سړک چارو د پیل خبر ولسونه د دغې لاړې جوړېدو لپاره هیله مند کړي دي.