نورستان کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲ بابه ښوونځیو بیا رغونه پيل شوه

نورستان کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲ بابه ښوونځیو بیا رغونه پيل شوه بیارغونه او پراختیا
انځور پوهنې وزارت

پوهنې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، دا د نورستان مرکز او بېلا بېلو ولسوالیو اړوند ښوونځي او د احاطې دېوالونه دي چې د بیا ترمیم چارې یې پیل شوي.

 

سرچینې زیاته کړې، د یادو پروژو مالي لګښتونه د همکارو  ادارو لخوا تمویلېږي.

 

د ویلو وړ ده، چې اسلامي امارت له بیا واکمنېدو را وروسته ۱۰۰۰ ښوونځیو لپاره نوې معیاري ودانۍ جوړې او همدارنګه د ۱۵۰۰ نورو ښوونځیو ودانۍ بیا رغول شوې دي.

تړلي موضوعات