د لمریزې برېښنا لومړنۍ ستره پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د ۱۰ مېګاواټه په ظرفیت د لمریزې برېښنا د تولید دغه پروژه نن د کابل سروبي ولسوالۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
دا په هېواد کې د برېښنا لومړنۍ پروژه ده چې د بهرنیو هېوادونو د مرستې پرته د افغانستان خصوصي سکتور په مټ یې چارې تر سره کیږي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د عوفي بهرام خصوصي شرکت د ۷.۶ میلیونه ډالرو په پانګونې سره د ګرین سټیټ شرکت له لورې پلې شوې ده.
د یادولو ده، چې د دې پروژې په تطبیق سره کابل او ننګرهار ولایتونو کې ۱۰ زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې دي.