نغلو کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي

نغلو کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي بیارغونه او پراختیا
د نغلو لمریزې برېښنا پروژه

د نغلو لمریزې برېښنا پروژه، چې د ۱۰ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، چارې یې نږدې بشپړې شوې او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت وایی، دا پروژه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د وزارت تر څارنې لاندې د یوې خصوصی کمپنۍ په پانګونې پلې شوې ده.

وزارت ویلي، چې دا د اسلامي امارت د واکمنۍ پرمهال د لمریزې برېښنا لومړنۍ پروژه وه چې د ۱۰ مېګاواټه برېښنا ظرفیت لري.

د یادونې وړ ده، چې له دغې لمریزې برېښنا څخه به د کابل او ننګرهار ولایتونو ۱۰ زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي.

تړلي موضوعات