د هېواد ابادۍ ګړندي ګامونه؛ د ۳۵ میلیارده افغانیو پروژې منظورې شوې

د هېواد ابادۍ ګړندي ګامونه؛ د ۳۵ میلیارده افغانیو پروژې منظورې شوې بیارغونه او پراختیا
انځور ډیزاین حریت راډیو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، د روان کال له پیله تر دې دمه د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا ۳۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۲۶ بېلابېلې پروژې منظورې شوې.

یاد معاونیت زیاتوي، چې دغه پروژې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر کار لاندې دي.

دې پروژو کې لویې لارې، ښاري سړکونه، بندونه او کانالونه، د برېښنا تولیدي شبکو پراختیا، روغتيایي مرکزونه، هوایي ډګرونه او رېل پټلۍ پروژې شاملې دي.

دغه راز دغو پروژو کې مخابراتي او انټرنیټي خدمات، د اوبو رسولو شبکې، استنادي دېوالونه، کرنیزو ځمکو پراختیا او د تحصیلي بنسټونو پراختیا نورې هغه پروژې دي چې روان کال منظورې شوې دي.

د اقتصادي معاونیت په خبره، چې دا ټولې پروژې د اسلامي امارت له پراختیايي بودیجې تمولېږي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د هېواد ګوټ ګوټ کې د بیارغونې او پراختیا پروژې په ګړندي او اغېزمن ډول پلي کېږي، چې د افغانانو له تود هرکلي سره مخ شوې دي.

تړلي موضوعات