هلمند کې د شېدو پروسس لویه فابریکه بیرته فعالېږي

هلمند کې د شېدو پروسس لویه فابریکه بیرته فعالېږي بیارغونه او پراختیا
د هلمند ولایت د شېدو پروسس فابریکه

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې د دې ولایت مرکز لښګرګاه ښار کې د شېدو د پروسس فابریکه بیرته فعالېږي.

د دغې فاریکې په بیرته فعالېدو، بیارغونه او ترمیم شاوخوا ۴۲میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د شېدو دې فابریکې د بیارغونې چارو تر بشپړېدو وروسته به د ورځې ۴۰ مټریک ټنه شیدې پروسس او د پلور په موخه به د هېواد نورو ولایتونو ته هم ولېږدول شي.

د هلمند ولایت د شیدو پروسس فابریکه د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې، چې د تېرو څو لسیزو جګړو او ناخوالو پر مهال بیرته له فعالیته پاتې شوه، چې اوس یې اسلامي امارت د بیرته فعالېدو لپاره تکل کړی دی، چې ورسره به په مستقیم او غیري مستقیم ډول سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

تړلي موضوعات