د تولید او پروسس په موخه هېواد کې د فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو ستونزه حل کېږي

د تولید او پروسس په موخه هېواد کې د فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو ستونزه حل کېږي سوداګرۍ او اقتصاد
د تولید او پروسس په موخه هېواد کې د فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو ستونزه حل کېږي

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دفتر رئیس له یو شمېر ملي سوداګرو سره کتنه کې ډاډ ورکړی چې د تولید او پروسس په موخه د فابریکو جوړولو لپاره به د ځمکو ترلاسه کولو ستونزه حل شي.

اقتصادي معاونیت ویلي، په دې لیدنه کې سوداګرو د تولید او پروسس برخه کې د فابریکو جوړولو لپاره د ځکمو ترلاسه کولو، سوداګریزو جوازونو او پر ځینو خوارکي توکو باندې د تعرفې لوړېدو برخه کې ستونزې شریکې کړې دي.

لیدنه کې د اقتصادي مرستیال د دفتر رئیس ملي سوداګرو ته د یادو ستونزو د حل ډاډ ورکړی، چې له اړوند وزارتونو او ادارو سره به یې شریکې او په ګډه به ورته دحل لارې ولټوي.

تړلي موضوعات