کابل کې د فریکونسيو د څارنې او کنټرول مرکز پرانیستل شو

کابل کې د فریکونسيو د څارنې او کنټرول مرکز پرانیستل شو ټیکنالوژي
کابل کې د فریکونسيو د څارنې او کنټرول مرکز پرانیستل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، په کابل کې د ۱۸۸میلیونه افغاني په ارزښت د فریکونسیو د څارنې او کنټرول مرکز پرانیستل شو.

د دې وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ویلي، له دې سره به د غیرقانوني نشراتو او فریکونسیو مخه هم ونیول شي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړې، دغه مرکز به په فریکونسیانو کې د مداخله کوونکو دستګاوو د موقعیت او د غیر قانوني فریکونسیو مشخصات معلوم کړي او د غیر قانوني مخابراتي نشراتو مخه به ونیسي.

تړلي موضوعات