بادغیس ولایت کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې

بادغیس ولایت کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
انځور کليو بیارغونې او پراختیا وزارت

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې بادغیس ولایت کې یې د ۴۸میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۲.۳ کیلومټره سړک د جوړولو چارې پیل کړې.

دغه سړک چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له بودیجې جوړېږي په اوږدو کې یې ۴۵۵ متر محافظوي دېوال، ۲۸ پلګوټي او یو واش جوړول شامل دي.

یاد سړک داسې مهال د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخندزاده له لوري پرانېستل شو، چې نوموړی د قادس ذخیروي بند د کار له جریان څخه څارنه کوله.

تړلي موضوعات