د زابل د تورې بند پرانېستل کیږي

د زابل د تورې بند پرانېستل کیږي بیارغونه او پراختیا
انځور ارشیف

د اوبو او انرژۍ وزیر ملاعبداللطیف منصور په خپله اېکس پاڼه لېکلي، نن به د زابل ولایت د تورې بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د زابل ولایت د تورې بند چې څه موده وړاندې یې د اسلامي امارت له لوري د جوړلو چارې پیل شوې وې.

د تورې بند د ۲۴مترو په لوړوالي ۴۰ متره سور او د ۲.۵ کیلومټره په اوږدوالي سره د ۲.۹ میلیونه مترمکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.

دغه بند د ۶۰۰هکټاره ځمکې د خړوبولو سربېره ۵زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه هم برابروي.

د دغې بند اقتصادي ځانګړنه ۱۸.۴ سلنه او د ګټې اخیستنې عمر یې ۵۰ کاله اټکل شوی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بند د ۱۰۰ کیلواټه برېښنا د تولید ظرفیت هم لري، چې لګښت یې د اسلامي امارت له بودیجې ورکړل شوی دی.

تړلي موضوعات